۰
دفاع وزارت:

لس ځانمرګو ته هدف ته له رسېدو وړاندې مرګ ژوبله اوښتې

چهارشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۱
ملي دفاع وزارت فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو د ۱۰ ځانمرګو بریدګرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
لس ځانمرګو ته هدف ته له رسېدو وړاندې مرګ ژوبله اوښتې
ملي دفاع وزارت فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو د ۱۰ ځانمرګو بریدګرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د کب ۲۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه ځانمرګو ته مرګ ژوبله تېره شپه د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې اوښتې ده.

سرچینه وایي، طالبانو پلان درلود، چې المار ولسوالۍ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو موټر بم بریدونه وکړي، خو افغان ځواکونو پرې وار ړومبی کړ.

ملي دفاع وزارت وايي، د افغان پوځ له وړاندې عملیاتو کې د دغه ځانمرګو لېږدونکی موټر په نښه شو، چې په کې درې ځانمرګي وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي