د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې په یوه راپور کې ویلي ښايي د روان کال تر پایه افغانستان کې د بې وزلۍ کچه ۷۰ سلنې ته لوړه شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه راپور کې چې پرون سه شنبې د وري ۱۷ مه خپور شوی راغلي د بې وزلۍ کچې ته په کتو ښايي د کال تر پای پورې په افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر تر ۱۸ میلیونه پورې ورسېږي.
خو وايي، که سوله وشي او څلور کاله دوام ورکړي ښاغلي داخلي ناخالص تولیدات ۷ سلنه زیات شي، ورسره درآمد او د بودیجې تامین وشي او خلک له بېوزلۍ تر یوه حده وژغورل شي.
په راپور کې ویل شوي دغه هدف ته د رسېدو لپاره په افغانستان کې له فساد سره جدي مبارزې او د حکومتولۍ ښه والي ته جدي اړتیا ده.
راپور زیاته کړې، که چېرې سوله ونه شي، له فساد سره مبارزه ونه شي او حکومتولۍ کې ښه والی رانشي نو د افغانستان مخ پر زیاتېدو نفوس ته په کتو به په دغه هېواد کې د فقر او لوږې کچه خورا لوړه شي.
په راپور کې بیا هم د سولې خبرو ته په اشارې سره ویل شوي، که د سولې خبرې پرمختګ وکړي یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي نو د افغانستان د راتلونکې په اړه خوشبینې زیاتېدای شي او دغه هېواد خپل جغرافیايي موقعیت ته په کتو په ښه لوري حرکت کولی شي.
جمهورخبري آژانس:کابل