۰

المان: طالبانو سره مو خبرې روانې دي، خپل سیمه ییز کارکوونکي وباسو

یکشنبه ۲۳ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۳
الماني چارواکي وايي، له افغانستان څخه د خپلو سیمه ییزه کارکوونکو د ایستلو په خاطر یې د طالبانو د اسلامي امارت سره خبرو ته دوام ورکړی دی.
المان: طالبانو سره مو خبرې روانې دي، خپل سیمه ییز کارکوونکي وباسو
الماني چارواکي وايي، له افغانستان څخه د خپلو سیمه ییزه کارکوونکو د ایستلو په خاطر یې د طالبانو د اسلامي امارت سره خبرو ته دوام ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس جنرال انسایګر ورځپڼې ته په خبرو کې کړې دي.

نوموړي ویلي، دوی د هغو افغانانو په اړه له طالبانو سره خبرې جاري ساتلې دي چې د المان اقامې یې تر لاسه کړې، یا هم په هر ډول قبول شوي دي او اوس تګ ته منتظر دي.

د ده په وینا د المان حکومت د اسلام اباد په مرسته تر دوه زره ډېر سیمه ییز کارکوونکي او د بشري حقونو مدافعین د ځمکې له لارې لومړی پاکستان او له هغه ځایه المان ته ایستلي دي.

د یادونې ده چې هایکو ماس په دې وروستیو کې ازبکستان، تاجکستان او پاکستان ته سفر کړی دی او له یادو هېوادونو یې غوښتي دي چې د هغو افغان کډوالو پر وړاندې خپلې پولې پرانیزي چې المان یې د ایستلو پلان لري خو تر اوسه پورې دغه چاره ممکنه شوې نه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي