د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، مسکو په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو مسئله کې همکاري کوي، خو خپل شرطونه لري.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، مسکو په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو مسئله کې همکاري کوي، خو خپل شرطونه لري. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابلوف ویلي، افغان حکومت د نړیوالې ټولنې له لوري رسمیت پېژندلو ته اړتیا لري، ځکه دغه هېواد د نړیوالو له اقتصادي مرستې پرته پرمختګ نه شي کولی. نوموړي زیاته کړې، روسیه د رسمیت پېژندلو په مسئله کې همکارۍ ته تیاره ده، خو د نړیوالې ټولنې شرطونه باید ومنل شي. د روسیې ځانګړی استازی وايي، د بشري حقونو رعایتول، د ټولشموله حکومت جوړول او ښځینه وو ته د کار او زده کړو اجازه ورکول د نړیوالې ټولنې مهم شرطونه دي. کابلوف یو ځل بیا ویلي چې د افغانستان د اوسني بشري ناورین مسووله امریکا ده او سره له دې چې ماتې یې خوړلې ده خو بیا یې هم پر افغانستان اقتصادي فشارونو ته ادامه ورکړې ده. جمهورخبري آژانس:کابل