۰

استرالیا ۱۶ نیم زره نور افغان کډوال په خپل هېواد کې مني

چهارشنبه ۱۰ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۳
د استرالیا حکومت اعلان کړی، چې راتلونکو څلورو کلونو کې به ۱۶ نیم زره نورو افغان کډوالو ته هم په خپل هېواد کې پناه ورکړي.
استرالیا ۱۶ نیم زره نور افغان کډوال په خپل هېواد کې مني
د استرالیا حکومت اعلان کړی، چې راتلونکو څلورو کلونو کې به ۱۶ نیم زره نورو افغان کډوالو ته هم په خپل هېواد کې پناه ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه هېواد حکومت پرون د افغان کډوالو لپاره د پناه ورکولو په هدف د بودیجې منظورېدو سره موافقه وکړه.

آسترالیایي چارواکو ویلي دي چې دا رقم پر هغو ۱۳۷۵۰ کسانو اضافه دی چې د کلني بشري پروګرام په چوکات کې په مجموع د هغه هیواد له خوا منل کیږي.

د آسترالیا د کډوالو وزیر الکس هاواک په حواله ویلي دي چې دا اقدام په افغانستان کې د آسترالیا د دوو لسیزو فعالیت وروسته زموږ له پایه داره تعهد څخه د مننې په منظور کېږي.

د آسترالیا د پخوانی تعهد له مخې، دې هېواد په راتلونکو څلورو کلونو کې ۱۵۰۰۰ افغان کډوال منل.

د آسترالیا حکومت په راتلونکو څلورو کلونو کې د ۱۶۵۰۰ اضافه افغان کډوالو د منلو لپاره ۶۶۶ میلیون ډالره ځانګړي کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي