۰

کابل پوهنتون ته وسله وال ننوتي او د ډزو غږونه اورېدل شوي

دوشنبه ۱۲ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۰
د کابل پوهنتون داخل کې د ډزو غږو اورېدل شي، او عیني شاهدان وايي، د پوهنتون د ننه جګړه روانه ده.
کابل پوهنتون ته وسله وال ننوتي او د ډزو غږونه اورېدل شوي
کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې کابل پوهنتون ته یو شمېر وسله وال ننوتلي او د ډزو غږونه په کې اورېدل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وسله وال نن دوشنبې د لړم ۱۲ مه څه باندې ۱۱ بجې کابل پوهنتون ته داخل شوي او د حقوقو پوهنځۍ سره د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پر خپل ټوېټر پاڼه تایید کړې، چې پوهنتون ته وسله وال ننوتي او ډزې یې کړې، خو دا چې څو تنه دي او مرګ ژوبله لري که نه په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

نوموړي ویلي، سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي، برمته محصلین ایستل شوي، ځینې د ایستلو کېدو په حال کې دي، او دا مهال افغان ځواکونه د وسله والو د لمنځه وړولو په هڅه کې دي.

په ورته وخت کې ځینې عیني شاهدان ویلي، دوی د خپلو یو شمېر محصلینو او ملګرو مړي لیدلي، خو تر اوسه رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند حامد عبیدي هم د ډزو پخلی کوي خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

ویل کېږي په کابل پوهنتون وسله وال برید پر داسې مهال شوي، چې هلته د افغان او ایراني چارواکو له خوا د کتابونو یو نندارتون پرانستل کېده.

د خبر جزیات به وروسته به لیکه شي.

وسله والو طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.

جمهوخبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي