۰
وانګ یو:

چین به هېڅ وخت د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي

یکشنبه ۹ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۳
کابل کې د چین سفیر وانګ یو وايي، هېواد یې له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي، خو په وینا یې هېڅ وخت به د دغه هېواد په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.
چین به هېڅ وخت د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي
کابل کې د چین سفیر وانګ یو وايي، هېواد یې له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي، خو په وینا یې هېڅ وخت به د دغه هېواد په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي یو په یوه ټوېټ پیغام کې زیاته کړې، چین له افغانستان سر پر دوه اړخیزو ګټو ولاړې اړیکې غواړي.

نوموړي ویلي، هغه اندېښې او ګنګوسې بې ځایه دي، چې ګواکي چین په افغانستان کې د خپل نفوذ د پراخولو په لټه کې دی.

دی وايي، چین په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو لپاره خپلو همکاریو او له افغان حکومت سره اړیکو ته ادامه ورکوي‌ او په دې باور دي چې د دواړو ملتونو ترمنځ ښې اړیکې د ټولو په ګټه دي.

افغانستان کې د چین د نفوذ د پراختیا اندېښنه تر ډېره پورې له امریکا او هند سره ده خو چین دغه اندېښنې بې ځایه بللې دي.

چین داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې راتلونکو ورځو کې افغانانو ته د وېزې د ورکړې بهیر پیلوي او همدا راز یې پر ۹۸ سلنه افغان محصولاتو مالیات هم معاف کړي دي‌ او افغان سوداګر کولی شي‌ خپل توکي د چین تر بازارونو ورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي