۰

دفاع وزارت د جلب و جذب لپاره څلورو ولایتونو کې کمیساران وټاکل

یکشنبه ۹ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۴
ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، چې د جلب او جذب عمومي قوماندانۍ د هېواد په څلورو ولایتونو کې کمېساران وټاکل.
دفاع وزارت د جلب و جذب لپاره څلورو ولایتونو کې کمیساران وټاکل
ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، چې د جلب او جذب عمومي قوماندانۍ د هېواد په څلورو ولایتونو کې کمېساران وټاکل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت ویلي، د جلب او جذب عمومي قوماندانۍ د اسلامي پوځ په لیکو کې د وړ کسانو د ګمارلو او د هېواد د ولایتي کمېساريو د بیا فعالولو په موخه؛ د پکتیکا، خوست، پکتیا او غزني ولایتونو لپاره نوي کمېساران وګمارل او معرفي کړل.
 
د ملي دفاع وزارت له خوا ټاکل شوی پلاوی، چې مشري يې د جلب او جذب عمومي قوماندانۍ مرستيال کوي، يادو ولایتونو ته سفر کړی او سیمه ییزو چارواکو ته یې کمېساران ور وپېژندل.

له بل لوري دغه پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو څخه لېدنه وکړه او مسؤلینو ته یې د نورو کمېساريو د بیا فعالولو او تجهیزولو ډاډ ورکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي