۰

یوناما د امو تلوېزیون د جوړېدو هرکلی وکړ

سی شنبه ۱۱ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۹
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما په امریکا کې د افغان خبریالانو د آمو تلوېزیون د پیل هرکلی کړی دی.
یوناما د امو تلوېزیون د جوړېدو هرکلی وکړ
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما په امریکا کې د افغان خبریالانو د آمو تلوېزیون د پیل هرکلی کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوناما په یوه ټوېټ کې ویلي، د افغان رسنیو لپاره په یوه خورا سخت حالت کې د دغه تلوېزیون پیل مهم اقدام دی.

د یادونې ده، چې د امو په نوم تلوېزیون د لطف الله نجفي زاده او سمیع مهدي له خوا جوړ شوی دی.

نجفي زاده د دغه تلوېزیون د تاسیی په اړه ویلي، دا درک کولای شو چې په افغانستان کې تېر یو کال د مطبوعاتو د ازادي له پلوه وضعیت ډېر ښه نه و.

خو په وینا یې دوی به هڅه وکړي، چې په بې پرې او خپلواکه توګه له سیاسي او مالي نفوذ پرته د افغانستان پېښو او تحولاتو ته د ژورنالیزم د نړیوالو اصولو سره سم پوښښ ورکړي.

نجفي زاده وایي، دمګړۍ یې دوه غیرسیاسي امریکایي بنسټونه مالي ملاتړ کوي خو دا ملاتړ یې د لنډ وخت لپاره دی.

د هغه په خبره دا تلوېزیون به په پښتو، دري او انګریزي ژبو باندې انلاین خپرونې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي