د افغانستان د اسلامي امارت چارواکو خبر ورکړی، چې کابل کې د چین سفارت افغان سوداګرو ته د وېزو د صادرولو لړۍ پیل کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه خبر د اسلامي امارت مرستیال ویاند احمدالله وثیق په خپره ټوېټر پاڼه ورکړی دی.
په ورته وخت د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویلي، چې د افغان سوداګرو یو لېست یې د چین سفارت ته سپارلی او هغوی له دوشنبې افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکولو پروسه پيل کړې ده.
د یادونې ده، چې چین د کوېډ ۱۹ په خاطر افغان سوداګرو ته د ویزو ورکړه ځنډولې وه او تر هغه را وروسته سیاسي تحولاتو لا دا پروسه ځنډنۍ کړې وه.
خو څو ورځې وړاندې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د اسلامي امارت له چاروکو سره ژمنه کړې وه، چې ډېر ژر به افغان سوداګرو ته د وېزې د ورکړې لړۍ پیل کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل