افغان حکومت د چین او امریکا ترمنځ د ناندریو د کمېدو غوښتنه کړې وايي، دغه هېوادونه دې د ټایوان مسله د خبرو اترو له لارې حل کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې په سیمه کې د ثبات د ساتلو لپاره مهمه ده چې چین او امریکا خپله ستونزه له سوله ییزو لارو حل کړي.
افغان حکومت وايي، افغانستان په سیمه کې د یوه سوله غوښتونکي هېواد په توګه د ټایوان پر سر د امریکا او چین اختلافات اندېښمنوونکي بولي او تمه لري چې ناندرۍ تر دې ډېرې پراخې نه شي.
افغانستان د چین او نورو هېوادونو ترمنځ ښې اړیکې د ټولې سیمې په ګټه بللې دي او په دې برخه کې یې د ناندریو او کشمکش مخالفت کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل