د افغانستان اسلامي امارت د القاعده د مشر ایمن الظواهري وژل کېدو ته په غبرګون کې وايي، دوی افغانستان ته د هغوی د راتګ او اوسېدو په اړه هېڅ معلومات نه لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اسلامي امارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې امریکا د محرم د میاشتې په دویمه نټه کابل کې پر یوه مسکوني کور هوايي برید کړی دی.
د اسلامي امارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، له برید دوه ورځې وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن ادعا وکړه، چې په دغه برید کې یې د القاعده مشر ډاکتر ایمن الظواهري په نښه کړی دی.
خو سرچینه زیاتوي، چې د افغانستان اسلامي امارت د ایمن الظواهري د راتګ او دلته د اوسیدو په اړه هیڅ معلومات نه لري.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه کشفي او استخباراتي ارګانونو ته لارښونه کړې چې د پيښې د مختلفو اړخونو په هکله هراړخیزه او جدي څیړنه وکړي.
اسلامي امارت ویلي، د افغانستان له خاوري څخه د امریکا په شمول هیچا ته خطر نه دی متوجه شوی، اسلامي امارت د دوحې هوکړي عملي کول غواړي او له هوکړي سرغړوني باید پای ته ورسیږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دا چي امریکا زموږ پر حریم تیری وکړ او د افغانستان قلمرو يې نقض کړ، دايې له ټولو بین المللي اصولو سرغړونه او ظلم وکړ چې موږ يې یوځل بیا په کلکو ټکو غندو.
اسلامي امارت خبرداری ورکړی، چې د دا ډول پيښو د تکرار په صورت کې چې د افغانستان پر خاوره تجاوز وشي، د هر ډول عواقبو مسئولیت به د امریکا په غاړه وي.
جمهورخبري آژانس:کابل