۰

چین او هند د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

شنبی ۱۵ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۳۵
هندي رسنۍ وايي، د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي له هندي چارواکو سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې اترې کړې دي.
چین او هند د افغانستان په اړه خبرې کړې دي
هندي رسنۍ وايي، د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي له هندي چارواکو سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د هندوستان پلازمېنې نوي ډيلي ته د سفر پرمهال د دغه هېواد له چارواکو سره کتلي دي.

ندي رسنۍ هندوستان ټایمز ویلي، هندوستان ته تر سفر مخکې د چین ځانګړي استازي پاکستان او ترکیې ته هم سفرونه کړي او د افغانستان پر وروستیو حالاتو یې خبرې کړې دي.

راپور وايي، د چین استازي د بهرنیو چارو وزارت دویم مرستیال جي پي سینګ چې د افغانستان، پاکستان او ایران د برخې مسوول دی هم خبرې کړې دي.

په ورته وخت کې د چین ځانګړي استازي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې نوي ډیلي ته یې په خپل لومړي سفر کې د بهرنیو چارو وزارت له استازي سره یې پر افغانستان ګټورې خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي، دواړو لورو موافقه وکړه، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره به اړیکو او خبرو اترو ته ادامه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي