۰

د هېواد په پنځو زونونو کې ۲۰۰ زره مسکوني کورونه جوړېږي

یکشنبه ۱۶ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۴
د ښارجوړلو او ځمکو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني وايي، په پام کې لري، چې د هېواد په پنځو زونونو کې ۲۰۰ زره مسکوني کورونه جوړ کړي.
د هېواد په پنځو زونونو کې ۲۰۰ زره مسکوني کورونه جوړېږي
د ښارجوړلو او ځمکو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني وايي، په پام کې لري، چې د هېواد په پنځو زونونو کې ۲۰۰ زره مسکوني کورونه جوړ کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي نعماني ملت ته د حساب ورکولو غونډه کې و ویل، چې د دغه کورونو د جوړېدو طرحه وروستۍ شوې ده.

په ورته وخت کې نوموړي دا هم ویلي، چې په ټول هېواد کې د ۵۴۰ بېلابېلو پروژو چارې روانې دي چې د ځینو کارونه یې د بشپړېدو په حال کې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د یادو پروژو له ډلې د ځینو کارونه د بشپړېدو په حال کې دي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

ښاغلي نعماني وايي، په دغو پروژو کې کلینیکونه، ښوونځي، پوهنتونونه، مدرسې او جوماتونه شامل دي.

بل خوا د ښارجوړونې سرپرست وزیر ویلي، چې د نوي حکومت له راتګ څخه تر اوسه څه باندې ۳۰۰۰ جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه ژغورل شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي