۰

ملا یعقوب: افغانستان کې د اساسي قانون جوړېدل یوه اړتیا ده

سی شنبه ۱۸ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۲۵
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په هېواد کې د اساسي قانون جوړېدل یوه اړتیا بللې ده.
ملا یعقوب: افغانستان کې د اساسي قانون جوړېدل یوه اړتیا ده
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په هېواد کې د اساسي قانون جوړېدل یوه اړتیا بللې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي یعقوب مجاهد دغه څرګندونې څو ورځې وړاندې د امریکا له اېن پي ار رادیويي شبکې سره په مرکه کې کړې دي.

نوموړي د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا په ټول هېواد کې د بشري حقونو د نقض ډېری راپورونه په ځانګړې ډول د ملګرو ملتونو وروستی راپور چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې د خپلسرو نیونو او ربړونو ادعاوې په کې شوې، بې اساسه بللي دي.

ښاغلي مجاهد په ټینګار سره د ملګرو ملتونو راپور رد کړی او ویلي يې دي، چې د سرغړوونکو لپاره نظامي محکمې شته.

د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد دې ویلي، چې په افغانستان کې ۱۰۰ سلنه امنیت تامین شوی او نړۍ او امریکا نوی حکومت په رسمیت وپېژني.

ملا محمد یعقوب مجاهد په خپلو خبرو کې دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د اساسي قانون جوړېدل یوه اړتیا ده خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

د دفاع وزارت سرپرست د اساسي قانون د جوړېدو د اړتیا خبرې پر داسې مهال کوي، چې د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخندزاده څو ورځې وړاندې په یوه فرمان کې ویلي، چې په ټول هېواد کې اسلامي قانون باید پلی شي او د بشر جوړ شوي قوانین دلته د پلي کېدو وړ نه دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي