۰

یوه افغان ایران کې ۱۰ تنه په چاقو وژلي دي

سی شنبه ۱۸ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۳
د ایران سیمه ییز چارواکي وايي، د افغانستان یوه وګړي په ایران کې ۱۰ تنه په چاقو وژلي، چې څلور تنه په کې ایرانیان دي.
یوه افغان ایران کې ۱۰ تنه په چاقو وژلي دي
د ایران سیمه ییز چارواکي وايي، د افغانستان یوه وګړي په ایران کې ۱۰ تنه په چاقو وژلي، چې څلور تنه په کې ایرانیان دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه وړمه ورځ (یکشنبې د زمري ۱۶ مه) د ایران د کرمان د رفسنجان په بهرمان سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کرمان د والي امنیتي او ټولنیز مرستیال رحمان جلالي ویلي، یوه افغاني وګړي په ۱۰ تنو نورو د چاقو ګذارونه کړي او وژلي یې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه پېښه کې ۶ افغانان او ۴ تنه ایرانیان وژل شوي دي.

جلالي وايي، د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل شخصي شخړه ده او بریدګر کس کومه روحي یا رواني ناروغي نه درلوده.

د هغه په وینا بریدګر غوښتل، چې د پېښې له ځایه وتښني، خو پولیسو په کرمان کې نیولی دی.

په ورته وخت د رفسنجان د یوې محکمې څارنوال ویلي، بریدګر خپل ځان هم په چاقو وهلی او دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

خو په وینا یې بریدګر چې نشه يي وو دغه کار یې تر سره کړی دی او په لومړنیو اعترافاتو کې یې ویلي، چې له وژل شویو افغانانو سره یې له وړاندې شخصي ستونزه درلوده.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي