وروسته له هغې، چې ترکیې له خپلې خاورې د افغان کډوالو په ایستلو لاس پورې کړ، افغان حکومت وايي، د افغان کډوالو په اړه له ترکي لوري سره خبرې پيلوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په وروستیو کې ترکیې سلګونه افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي چې اندېښنې یې پارولې دي.
افغان حکومت وایي د ترکیې له لوري چې له افغان کډوالو سره کوم چلند کېږي دوی ته د منلو نه دی نو له همدې امله هڅه کوي له ترکي لوري سره د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې وکړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکو ویلي، په همدې ورځو کې یو پلاوی ترکیې ته ځي او هلته به له ترکي چارواکو سره د افغان کډوالو پر وضعیت او د دوی پر وړاندې د ترکیې پر اوسني چلند خبرې او بحثونه کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل