۰
د سپټمبر پېښې د قربانیانو کورنۍ:

امریکا دې د افغانستان کنګل کړې پیسې آزادې کړي

چهارشنبه ۲۶ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۸
د سپټمبر پېښې د قربانیانو کورنۍ وايي چې بایډن دې د افغانانو شتمني آزاده کړي.
امریکا دې د افغانستان کنګل کړې پیسې آزادې کړي
د سپټمبر پېښې د قربانیانو کورنۍ وايي چې بایډن دې د افغانانو شتمني آزاده کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه پېښې د شاوخوا اتیا قربانیانو کورنیو په یوه لیک کې له جو بایډن غوښتي چې امریکا دې د افغانستان ۳،۵ میلیارده ډالر د قربانیانو کورنیو ته نه ځانګړي کوي، ځکه دا د افغانانو حق دی او باید ژر تر ژره دوی ته وسپارل شي.

په دغه لیک کې راغلي چې له قانوني اړخه د بایډن پرېکړه مشکوکه او له اخلاقي اړخه ناروا ده نو له همدې امله د بایډن ادارې ته په کار ده چې ژر تر ژره د افغانانو شتمني آزاده کړي.

دوی وایي افغانان تر امریکایي وګړو ډېر دغه پیسو ته اړتیا لري نو ځکه یې د بایډن له ادارې د دغه شتمنۍ د آزادولو غوښتنه کړې ده.

دا غوښتنه داسې مهال مطرح کېږي چې تازه د بایډن ادارې د افغان شتمنۍ په اړه د بحثونو لړۍ درولې ده.

تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس ویلي، امریکا د شتمنیو د آزادولو فکر نه لري، خو هڅه کوي، چې د لښګت نورې لارې یې ومومي او افغانان په مستقیم ډول له دغه پیسو ګټه واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي