د شانګهای سازمان غړي هېوادونه وايي، د افغانستان ثبات د سیمې د ثبات په مانا دی او په دغه هېواد کې ثبات د ټولو په ګټه دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دوي په پرونۍ جمعه د وږي ۲۶ مه د دغه سازمان په غونډه کې ټينګار وکړي، چې د یوه خپلواک، بې پلوه، ډیموکرات، له هر ډول ترهګرۍ او نشه يي توکو پاک سوله یېز افغانستان ملاتړ کوي.
د شانګهای همکاریو سازمان دوه ورځنۍ غونډه چی دوه ورځې مخکې د ازبکستان په سمرقند ښار کې پیل شوې وه، پرون د یوې کډې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېده.
په اعلامیه کې راغلي، د شانګهای همکاریو سازمان پر دې باوري دی، چې د دې سازمان د غړو هېوادونو په سيمو کې امنیت او ثبات رامنځته شي او د افغانستان وضعیت ته بايد جدي پاملرنه وشي.
اعلامیه کې په افغانستان کې د یوه داسې تولشموله حکومت غوښتنه کړې چې د ټولو قومي، مذهبي او سياسي ډلو استازي پکې شتون ولري.
په اعلامیه کې د هغو ګاونډيو هېوادونو ستاينه شوې چې په تېرو کلونو کی یې د کډوالو افغانانو کوربه توب کړی دی.
د شانګهای سازمان ویلي چې دوی په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره له ټولو هڅو ملاتړ کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل