۰

چین: امریکا باید د افغانستان کنګل کړې شتمنۍ ازاده کړي

شنبی ۲۶ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۹
د چین د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان بانک د ۳٫۵ میلیارډ ډالرو د ساتنې په موخه په سویس هېواد کې د صندوق د جوړېدو په غبرګون کې وایي، واشنګټن باید د افغانستان شتمنۍ په بشپړه توګه ازاده کړي.
چین: امریکا باید د افغانستان کنګل کړې شتمنۍ ازاده کړي
د چین د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان بانک د ۳٫۵ میلیارډ ډالرو د ساتنې په موخه په سویس هېواد کې د صندوق د جوړېدو په غبرګون کې وایي، واشنګټن باید د افغانستان شتمنۍ په بشپړه توګه ازاده کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاندې هواچون ینګ ویلي، امریکا باید د افغانستان د بیارغونې لپاره خپل اصلي مسوولیت پر غاړه واخلي.

ورته مهال د سویس بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه صندوق د افغانستان د شتمنیو د ساتنې لپاره جوړ شوی دی او دغه هېواد د افغانستان راتلونکې ته ژمن دی. په‌ دې اعلامیه کې راغلي ، چې ۳٫۵ مېلیارډ ډالرو یوه برخه به د نړیوالو سازمانونو د پورونو او د برېښنا د وارداتو د پورونو په ورکړه کې وکارول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي