۰

د وسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۶۴ زره ټنه انتقالات شوي دي

یکشنبه ۲۷ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۲۰
د افغانستان د وسپنې پټلۍ اداره وايي، یوه اوونۍ کې د وسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۶۴ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
د وسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۶۴ زره ټنه انتقالات شوي دي
د افغانستان د وسپنې پټلۍ اداره وايي، یوه اوونۍ کې د وسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۶۴ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې زیاته کړې، تېره اونۍ د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې څه باندې ۶۴۶۲۹ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.

د سرچینې په وینا په یاد توکو کې ۲۸۸۶ ټنه توکي صادر شوي، چې لویه برخه یې ممیز تشکیلوي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي اداره وايي، دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د افغانستان، قزاقستان، ازبکستان او چین تر منځ د رېل پټلۍ په برخه کې یو نوی تړون هم لاسلیک شو، چې پر مټ به یې له چین څخه توکي د دغه دوه نورو هېوادونو له لارې افغانستان ته راوړل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي