۰

ګوترېښ افغان حکومت ته! فرصت له لاسه مه ورکوۍ د نجونو ښوونځي پرانیزۍ

یکشنبه ۲۷ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۶
په افغانستان کې د نجونو تر شپږم ټولګي پورته ښوونځيو بندېدو یو کال پوره کېدو سره هم مهاله د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي چې یو کال کې د زده کړو فرصت له لاسه ووتی چې په خبره یې بیابه را ونه ګرځي.
ګوترېښ افغان حکومت ته! فرصت له لاسه مه ورکوۍ د نجونو ښوونځي پرانیزۍ
په افغانستان کې د نجونو تر شپږم ټولګي پورته ښوونځيو بندېدو یو کال پوره کېدو سره هم مهاله د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي چې یو کال کې د زده کړو فرصت له لاسه ووتی چې په خبره یې بیابه را ونه ګرځي.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ګوتریش نن یکشنبه د وږې ۲۶ د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې نجونو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه ورکړي، ترڅو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
 
له دې سره مهاله یوناما هم ویلي، پداسې حال کې چې د هلکانو ښوونځيو د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر پر ۱۸مه خلاص شول، طالبانو هغه مهال امر وکړ چې د نجونو تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي به تر امر ثاني پوري بند وي.
 
خو د یو کال په تېرېدو سره تر دا مهاله هیڅ اقدامات نه دي شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي