کابل کې د ايران سفير بهادر امینیان ویلي، هره ورځ لږ تر لږه شپږ زره افغانان ايران ته ورځي چې نږدې نيمايي يې ويزې او د سفر اړين اسناد نه لري.
کابل کې د ايران سفير بهادر امینیان ویلي، هره ورځ لږ تر لږه شپږ زره افغانان ايران ته ورځي چې نږدې نيمايي يې ويزې او د سفر اړين اسناد نه لري. د جمهور آژنس د خبر له مخې امينيان د کډوالو له سرپرست وزير سره خبرو کې زیاته کړې، هغه افغانان چې په غير قانوني توګه ايران ته ورځي له انساني قاچاق او د خدمتونو له کمښت سره مخ کېږي. ايراني لوري له افغان چارواکي غوښتي چې ايران ته په غيرقانوني توګه د افغانانو د تګ مخه ونيسي. دا په داسې حال کې ده چې وروستيو کې له ايرانه د افغان کډوالو د اجباري ايستلو لړې چټکه شوې او لويديځو ولايتونو کې چارواکي وايي، هره اونۍ په زرګونو افغان کډوال په زور له ايرانه ايستل کېږي او هېواد ته را ستنېږي. جمهورخبري آژانس:کابل