د افغان حکومت چارواکي تاییدوي، چې د دوی یو لوړ پوړی او مشهور غړی حاجي بشیر نورزی د امریکا له ګوانتانامو زندان څخه راخوشی شو.
د افغان حکومت چارواکي تاییدوي، چې د دوی یو لوړ پوړی او مشهور غړی حاجي بشیر نورزی د امریکا له ګوانتانامو زندان څخه راخوشی شو. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي رادیو تلوېزیونو مشر احمد الله وثیق په خپله ټوېټرپاڼه دغه خبر تایید کړی او ویلي یې دي، چې ښاغلی نورزی نن دوشنبې د وږي ۲۸ مه کابل ته راورسېده. ښاغلي وثیق زیاته کړې، چې حاجي بشیر نورزی له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د امریکایانو سره زنداني و، چې د اسلامي امارت په هڅو راخوشی شو. حاجي بشیر نورزی چې یو لوی سوداګر دی، د اسلامي امارت بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد ته نېږدې کس و، چې ۱۷ کاله وړاندې د امریکا له خوا ونیول شو او د ګوانتانامو بدنام زندان ته واچول شو. درې کاله وړاندې ویل کېدل، چې نوموړی له ګوانتانامو زندان څخه خوشی شوی و خو امریکا اسلامي امارت ته نه و سپارلی. جمهورخبري آژانس:کابل