۰

وېسټ د قطر او ازبکستان له مشرانو سره پر افغانستان غږېدلی دی

پنجشنبه ۳۱ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۲۰
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د قطر له امیر محمد بن آل ثاني او د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف سره کتلي دي.
وېسټ د قطر او ازبکستان له مشرانو سره پر افغانستان غږېدلی دی
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د قطر له امیر محمد بن آل ثاني او د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د وېسټ، آل ثاني او نوروف لیدنه نن پنشبې د وږي ۳۱ مه د ملګرو ملتونو د ۷۷ مې عمومي غونډې په څنډه کې تر سره شوې ده.

په دغه لیدنه کې درې واړو لورو د افغانستان پر اوسني وضعیت خبرې کړې او له دغه هېواد سره یې د مرستو او همکاریو ډاډ څرګند کړی دی.

ټام وېسټ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکي، چې له آل ثاني او نوروف سره یې لیدنه ګتوره وه او د افغانستان په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

نوموړي له افغانستان سره د قطر او ازبکستان د مرستو او همکاریو مننه کړې او دا مرستې یې د افغانستان لپاره ګټورې بللې دي.

وېسټ د امریکايي سرتېري مارک فریکس په خوشي کېدو کې د قطر د همکارۍ هم مننه کړې او ویلي یې دي، چې له آل ثاني سره یې د افغانان مېرمنو پر پیاوړتیا او اقتصادي ثبات خبرې کړې دي.

دغه راز وېسټ له ولادیمیرنوروف سره لیدنه کې ویلي، چې ازبکستان د افغانستان یو مهم ګاوڼډی او د افغانستان له خلکو سره د بشري مرسته کوونکو هېوادونو څخه دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي