د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد له یو شمېر ځوانانو او مدني فعالانو سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت وايي، دغه لیدنه پرون چهارشنبې د وږي ۳۰ مه په خپل مېلمستون کې لیدلي او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې اورېدلې دي.
ښاغلي مجاهد په دغه لیدنه کې د نظام پر وړاندې د ځوانانو له رول او ملاتړ څخه مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د دوی ستونزې او غوښتنې به د امارت تر مشرانو پورې ورسوي.
دفاع وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل