د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په پام کې لري، چې د سیمې هېوادونو سره د خوراکي توکو او نفتي موادو د پېرلو برخه کې نوي تړونونه لاسلیک کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت ویلي، دغه اقدام به د خوراکي او نفتي موادو د بیو د راټیټولو په موخه له قزاقستان، ترکمنستان او ایران سره وکړي.
د سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي، له روسیې پېرل شوي غنم او نفتي مواد به په راتلونکو اوونیو کې کابل ته راورسېږي.
له بل لوري د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د هېواد پر بانکونو د لګول شويو محدودیتونو له امله له نورو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې بهیر ټکنی شوی دی.
پر افغانستان لګول شوي بندیزونو هېواد ته د چاپ شویو افغانیو د لېږد بهیر هم له ستونزو سره مخ کړی دی.
د افغانستان بانک د تفتیش کمېټې رییس له یوې امریکايۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې د افغانیو د چاپ لپاره له پولنډ سره یوه هوکړه لاسلیک کړه.
خو د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته هېواد ته د چاپ شویو افغانیو د لېږد بهیر هم ودرول شو.
جمهورخبري آژانس:کابل