۰

اروپايي ټولنه: په بندیزونو سره افغانان باید ډلیز مجازات نه شي

سی شنبه ۱۲ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۲۰
د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی په افغانستان باندې بندیزونو ته په اشارې وايي، افغانان باید ډلیز مجازات نه شي، چې دا چاره نا امني زېږوي.
اروپايي ټولنه: په بندیزونو سره افغانان باید ډلیز مجازات نه شي
د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی په افغانستان باندې بندیزونو ته په اشارې وايي، افغانان باید ډلیز مجازات نه شي، چې دا چاره نا امني زېږوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاس دغه څرګندونې د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، متقي پرون دوشنبې د تلې ۱۱ مه د ښاغلي نیکلاس او ورسره مل پلاوی سره ولیدل او پر ځینو مسایلو یې خبرې اترې وکړې.

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د اروپایی ټولني پلاوي په افغانستان باندې بندیزونو ته په اشاري سره زياته کړه چې افغانان باید ډله ییز مجازات نه شي چې دا چاره د سولې ټینګښت او د ناامنۍ ضد مبارزې او لاسته راوړنو ته زیان رسوي.

سرچینې د نيکلاسن له قوله ويلي، اروپايي ټولنې، امریکا او شریکان یی اوس دې پایلې ته رسېدلي چې په افغانستان کې یواځې بشري مرستې اقتصادي ستونزې نه شي حل کولای، په کار ده چې انکشافي کارونه ترسره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي