۰

د امریکا او پاکستان پوځي مشران پر افغانستان غږېدلي دي

چهارشنبه ۱۳ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۰۰
د امريکا دفاع وزیر لویدآشټن او د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د افغانستان په وروستیو حالاتو خبرې کړې دي.
د امریکا او پاکستان پوځي مشران پر افغانستان غږېدلي دي
د امريکا دفاع وزیر لویدآشټن او د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د افغانستان په وروستیو حالاتو خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د دفاع وزیر لویډ اسټین سره ولیدل.

خبرپاڼه زیاتوي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر سياسي او پوځي اړيکو او د سیمې پر وروستیو حالاتو خبرې شوې دي.

په ورته وخت کې د پاکستان د پوځ دعامه اړیکو دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، جنرال باجوه د امريکا د دفاع وزير لوېډ استين، د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان او د بهرنيو چارو وزارت مرستیالې وياندي شرمین سره جلا جلا لیدنې کتنې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه راز په دې ناستو کې د افغانستان پر وروستيو حالاتو هم خبرې وشوې او دواړو هېوادونو پر ګڼ شمېر مسایلو همغږي درلودله.

د پاکستان د پوځ مشر ویلي، له امریکا سره یې په ګډه پر دې ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنيوي او په سیمه کې د ثبات لپاره باید په ګډه کار وشي.

د پاکستان پوځ په داسې حال کې امریکا ته سفر کړی چې د سي ان ان ټلويزيون څو ورځې مخکې خبر ورکړی چې پاکستان له خپلې فضا او هوايي ډګرونه دامریکا بې پیلوټه الوتکو ته ګټې اخیستلو ته چمتووالی ښودلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي