د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د افغانستان پر اړوندو مسایلو یې په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر له مرستیال سره خبرې کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولادیمیرنوروف پرون پر ټویټر لیکلي چې له مارک پوټزل سره په خبرو کې یې د افغانستان د روان وضعیت او له طالبانو سره د خبرو لپاره د نړیوالې ډلې د رامنځته کېدو د طرحې په اړه بحث وکړ.
نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
ازبکستان له طالبانو سره وروسته له دې چې پر افغانستان بیا واکمن شول، د تعامل اړیکي لري او پخ پام کې لري چې د افغانستان له لارې تر پېښوره پورې د اورګاډي پټلۍ ورغوي.
جمهورخبري آژانس:کابل