د افغانستان د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخندزاده وايي، د هېواد ټول قاضیان په خپلو پرېکړو کې خپلواکه دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندهار ولایت له مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ا.ا مشر دغه څرګندونې پرون د کندهار، زابل او غزني د ملکي او نظامي محکمو قاضیانو ته د لس ورځني قضايي سيمینار د پای په وینا کې ګډونوالو ته کړې دي.
نوموړي ویلي، ټول قاضيان په خپلو پرېکړو کې خپلواک دي او شرعي نظام د محاکمو له فعالیت څخه معلومېږي.
هغه زیاته کړې، قضاء له ټولو ارګانونو څخه خپلواکه ده او پر ټولو ارګانونو حاکم ارګان دی، که د قضاء اړوند کوم کارونه ځنډېږي، نور ټول ارګانونه ورته لومړیتوب ورکوي او کارونه یې خلاصوي.
دغه راز د اسلامي امارت مشر ویلي، که چېرې په قضايي پرسونل کې د ډېروالي اړتیا وي، ورته منظور به یې کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل