۰

په یوه نښته کې څلورو پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

یکشنبه ۶ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۳۵
له ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې خیبر پښتونخوا کې له وسله والو سره په یوه نښته کې څلورو پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په یوه نښته کې څلورو پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
له ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې خیبر پښتونخوا کې له وسله والو سره په یوه نښته کې څلورو پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نښته د خیبرپښتونخوا په لکي مروت سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې عسکرو پر د وسله والو پر یوه پټنځای عملیات پیل کړل.

پاکستاني پولیسو ویلي دوی د وسله ‌والو پر یوه پټن‌ځای د عملیاتو پر مهال تر برید لاندې راغلي چې په ترڅ کې یې دوه عسکر وژل شوي او د یوه افسر په ګډون دوه نور ټپیان شوي دي.

تراوسه د دغه برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو له دې وړاندې یاده سیمه کې د ډېری شویو بریدونو مسوولیت پاکستاني طالبانو منلی دی.

د پاکستان لومړي وزیر پر یاده پېښه خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې ترهګري لا هم د دغه هېواد لپاره یوه ستره مسله ده او دوی به یې پر وړاندې درېږي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هم یاده سیمه کې د یوه وسله‌ وال برید پر مهال شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي