۰
مولوي عبدالکبیر:

حکومت مو ټولشموله او د ښځو حقونه خوندي دي

دوشنبه ۷ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۸
د رياست الوزرا سياسي مرستيال د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافيرې رافائلا ايوبيا سره لیدلي.
حکومت مو ټولشموله او د ښځو حقونه خوندي دي
د رياست الوزرا سياسي مرستيال د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافيرې رافائلا ايوبيا سره لیدلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي زياته کړې، چې د افغانستان خلک د طبيعي پېښو او نورو اقتصادي ستونزو له امله له مشکلاتو سره مخ دي، بين المللي ټولنه بايد خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي د ټولو مرستندويانو د امنيت تامين او اړمنو ته په شفاف ډول د مرستو د وېش ډاډ ورکړی.

ښاغلي عبدالکبیر زیاته کړې، د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه تامين دي، هغوی په مختلفو برخو کې په دندو بوختې دي او حکومت عملاً ټولګډونه دی.

ده له پخوانيو چارواکو سره د اړيکو کمېسيون هڅو ته په اشارې ویلي، تر اوسه ۴۱۴ کسان بېرته هېواد ته راستانه شوي او ټول په امن فضا کې خپل ژوند ته دوام ورکوي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافيرې رافائلا ايوبيا د خپلو خبرو په پای کې له بين المللي ټولنې څخه په را روان ژمي کې له افغانانو سره د بشري مرستو د زياتوالي غوښتنه وکړه وې ويل، دوی دلته پاتې کېږي او همکاري به يې دوام ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي