۰

بدخشان: د واده په مراسمو کې ډزو ۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

سی شنبه ۸ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۳۸
سیمه ییز چارواکي وايي، بدخشان ولایت کې د واده په مراسمو کې د ډزو له کبله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بدخشان: د واده په مراسمو کې ډزو ۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
سیمه ییز چارواکي وايي، بدخشان ولایت کې د واده په مراسمو کې د ډزو له کبله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا پېښه پرون دوشنبې د لیندۍ ۷ مه په شپه د جرم ولسوالۍ په سينه کلي کې شوې ده.

سرچينه زياتوي چې په ډزو کې د ۱۲ او ۱۶ کلونو تر منځ دوه ماشومان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.

د يادونې وړ ده چې په مختلفو ولايتونو کې د واده او خوښيو په مراسمو کې هوايي ډزې کېږي چې کله ناکله پکې بوږنوونکې مرګ ژوبله هم اوړي.

افغان حکومت له همدې کبله پر هوايي ډزو بنديزونه لګولي خو داسې ښکاري چې له بنديزونو سره سره لا هم په ځينو سيمو کې دا دود پالل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي