د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت د وزیرې حنا رباني کهر په مشرۍ یو لوړپوړی پاکستانی پلاوی، نن کابل ته راځي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه پلاوی به پر دوه اړخیزو اړیکو په ځانګړې توګه، د ښوونې، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې پر ګډو همکاریو خبرې وکړي.
له اسلام اباد سره د کابل د اړیکو پیاوړتیا او د افغانستان له خلکو ملاتړ د دغه سفر موخې یادې شوې دي.
د دغه پاکستاني پلاوي په ترکیب کې به د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان او د دغه هېواد د ځينو وزارتونو استازي په ځانګړې توګه د مالیې وزارت استازي هم کابل ته راشي.
د اسلامي امارت ویاند د دې سفر پخلی کړی او ویلي يې دي چې یو پاکستان پلاوی نن سې شنبه کابل ته راځي.
جمهورخبري آژانس:کابل