۰

د هرات امنیتي غونډه: ګډوالو یې په ټولګډونه حکومت ټينګار وکړ

چهارشنبه ۹ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۰۳
په تاجکستان کې د هرات د امنیتي خبرو اتروغونډې ځينې ګډونوالو په افغانستان کې د پراخ‌ بنسټه حکومت پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.
د هرات امنیتي غونډه: ګډوالو یې په ټولګډونه حکومت ټينګار وکړ
په تاجکستان کې د هرات د امنیتي خبرو اتروغونډې ځينې ګډونوالو په افغانستان کې د پراخ‌ بنسټه حکومت پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د ښځو حقونو ته په درناوي او د نشه یي توکو د قاچاق پر مخنیوي هم ټینګار کړی دی.

د غونډې یو شمېر ګډونوال د داسې ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی، چې د دوی په وینا، ټول قومونه په کې ونډه ولري.

د افغانستان لپاره داروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن یادې غونډې ته ویلي، دوی د افغانستان لپاره له سرپرست حکومت سره تعامل کوي.

نوموړي زیاته کړه، په همدې موخه یې د ملګرو ملتونو له افغانستان سره زیاتې بشري مرستې کړې دي.

نېکلاسن د افغانستان ښځو او نجونو ته د هغوی د حقونو پر ورکړې ټینګار کړی او ویلي یې دي د ښځو حقوق غربي بحث نه دی، بلکې د یوه هېواد د اقتصاد او پرمختګ لپاره اړین دی.

د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د دې کنفرانس په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي