۰

سیګار: امریکا تېر یوه کال کې له افغانستان سره ۱.۱ میلیارد ډالر مرسته کړې

چهارشنبه ۹ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۹
د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار ادارې یا سیګار ویلي، امریکا په تېر یوه کال کې له افغانستان سره ۱.۱ میلیارد ډالر مرسته کړې ده.
سیګار: امریکا تېر یوه کال کې له افغانستان سره ۱.۱ میلیارد ډالر مرسته کړې
د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار ادارې یا سیګار ویلي، امریکا په تېر یوه کال کې له افغانستان سره ۱.۱ میلیارد ډالر مرسته کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیګار په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په دې توګه امریکا اوس هم له افغانستان سره تر ټولو لوی مرسته کوونکی هېواد دی.

د سرچینې په وینا له دغه پیسو ۸۱۲ میلیون ډالر د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې یو اېس آی ډي له خوا او ۳۲۰ میلیون ډالره د بهرنیو چارو وزارت له خوا ورکړل شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان بانک په وینا په تېر یوه کال کې ټولټال یو میلیارد او ۶۷۳ میلیون ډالر بشري مرستې افغانستان ته رسېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي