د افغان حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د رسنیو د ستونزو د حل لپاره خپلې وروستۍ هڅې کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مجاهد دغه څرګندونې له رسنیو سره د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مشورتي ناسته کې کړې او ویلي یې دي، په هېواد کې د رسنیو پیاوړتیا د اسلامي امارت پالیسي ده.
په دغې ناسته کې د اطلاعاتو او رسنیو په برخه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې شوې دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولینو هم په دې غونډه کې له رسنیو سره پر همکارۍ ټینګار وکړ.
د دغه وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخوا له ټولو رسنیو غوښتي چې، اسلامي ارزښتونو ته په پام سره حقاق بیان کړي.
په دې غونډه کې د رسنیو ځینو استازو هم د خپلو رسنیزو چارو پر وړاندې خپلې ستونزې په ډاګه کړې چې د سرپرست حکومت چارواکو د دغو ستونزو د حل ډاډ ورکړ.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، هڅې کوي چې، د رسنیو د ستونزو د حل لپاره د رسنیو له مسوولینو سره د ورته غونډو په شمېر کې ډېروالی راولي.
جمهورخبري آژانس:کابل