۰

داعش ډلې د خپل مشر د وژل کېدو پخلی وکړ

پنجشنبه ۱۰ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۸
داعش ډلې ومنله، چې د دوی مشر ابو الحسن الهاشمي القریشي په دې وروستیو کې په جګړه کې وژل شوی دی.
داعش ډلې د خپل مشر د وژل کېدو پخلی وکړ
داعش ډلې ومنله، چې د دوی مشر ابو الحسن الهاشمي القریشي په دې وروستیو کې په جګړه کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ډلې ویاند په یوه غږیز پیغام کې چې پرون چهارشنبې د لیندۍ ۹ مه خپور کړی یوازې د خپل مشر وژل کېدل تایید کړې او نور جزیات یې نه دي ورکړي.

د امریکا پوځ وړاندې ویلي وو، چې القریشي د اکتوبر میاشتې په نیمایي کې د سوریې په جنوبي ښار درعا کې د سوریې د یاغیانو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

په برېتانیا کې مېشت د سوریې د بشري حقونو یوې څارونکې ډلې په اکتوبر میاشت کې ویلي و چې، د سوریې هغو یاغیانو چې مخکې یې له حکومت سره روغه جوړه کړې، د درعا ولایت په جاسیم کلي کې د داعش یو شمېر وسله ‌وال وژلي دي.

دغې ډلې په راپور کې ویلي و چې، په وژل شویو کې د دې ډلې یو عراقي مشر هم شامل دی چې د نښتې پر مهال یې په ځان پورې تړلي چاودېدونکي موادو ته چادونه ورکړې وه.

دا د داعش دوهم مشر دی چې په روان کال کې وژل کېږي.

تر هغه مخکې د دې ډلې پخوانی مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي په فبروري میاشت کې د سوریې په شمال لوېدیځ کې د امریکا په یوه برید کې وژل شوی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي