۰

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي یعقوب متحده عربي اماراتو ته ولاړ

یکشنبه ۱۳ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۴۵
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته تللی دی.
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي یعقوب متحده عربي اماراتو ته ولاړ
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته تللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلی مجاهد او ورسره پلاوی پرون شنبې د لیندۍ ۱۲ مه عربي اماراتو ته تللي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، ښاغلی یعقوب مجاهد به د اماراتو له چارواکو او هلته له مېشتو افغانانو سره وګوري او دغه راز به د اماراتو سره د افغانستان د اړیکو پر پراختیا هم خبرې وکړي.

خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو ویل کېږي، چې په دغه سفر کې د اسلامي امارت یو بل لوړ پوړی چارواکی انس حقاني هم شتون لري.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د مالیې پخوانی وزیر عمر زاخېلوال هم متحده عربي اماراتو ته تللي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي