د افغانستان په کوټ کوټ کې د سرخکانو ضد واکسین د روغتیا نړیوال سازمان له خوا پیل شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان نن سه شنبې د لیندۍ ۱۴ مه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د سرخکانو وکسین نوی کمپاین د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې نن پیل شو.
په اعلامیه کې له ټولو افغانانو غوښتل شوي، چې له ۹ تر ۵۹ میاشتو پورې ماشومانو ته دغه واکسین ورکړي.
افغانستان کې د سرخکانو ضد واکسین پر داسې مهال پیلېږي، چې د نړیوالو د راپورونو له مخې سږ کال په دغه هېواد کې د سرخکانو ناروغي ډېره شوې ده.
جمهورخبري اژانس:کابل