د طالبانو د حکومت له طبعي پېښو سره د مبارزې وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د سختې یخنۍ له امله د ۷۰ کسانو د مړینې خبر تایید کړی دی.
د ده وزارت چارواکو الجزیرې ته ویلي، چې په تېرو څو ورځو کې د یخنۍ له امله ۷۰ انسانانو او ۷۰ زره څارویو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د طالب چارواکو په وینا په دې وروستیو کې هوا سخته سړه شوې، چې ان په ځینو ولایتونو په ځانګړي ډول غور کې منفي ۳۳ درجې ته رسېدلې وه.
ویل کېږي سږ کال د تېرو کلونو په پرتله تر ټولو سوړ ژمی دی په داسې حال کې، چې ویل کېږي راتلونکې اونۍ د یخنۍ یوه بله څپه پر افغانستان را روانه ده، چې ساړه به نور هم ورسره زیات شي.
جمهورخبري آژانس