۰

طالبان: ځینې لوي هېوادونه ځینې نور هېوادونه زموږ له رسمیت پېژندنې منع کوي

شنبی ۱ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۵
د طالبانو د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې، چې ځينې لوی هېوادونه ځینې نور هېوادونه له دې منع کوي، چې امارت په رسمیت وپېژندلي.
طالبان: ځینې لوي هېوادونه ځینې نور هېوادونه زموږ له رسمیت پېژندنې منع کوي
د طالبانو د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې، چې ځينې لوی هېوادونه ځینې نور هېوادونه له دې منع کوي، چې امارت په رسمیت وپېژندلي.

د هغه په وینا دغه لویو هېوادونو  د خپلو ناسمو پالیسیو له امله په خپله هم له طالبانو سره تعامل ته نه دي تيار شوي او نور هیوادونه هم له دې کار څخه منع کوي.

مجاهد دغه څرګندونې د هېواد ورځپاڼې سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.

دی وايي، هر بدلون او نظام چې نوی حاکم شي تر یوې مودې به ستونزې او مشکلات تجربه کوي ځینې مهم کارونه به لا نه وي شوي او يا به امکانات نه وي ورته برابر شوي خو دا هېڅکله په دې معنا نه ده چې ګوندې ټول کارونه، نه دي شوي.

مجاهد له نړۍ سره د تعامل او رسمیت پیژندنې برخه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې له نړۍ او هیوادونو سره تعامل دوه طرفه لاره ده، له يو طرف څخه په دې عرصه کې پرمختک ناممکن دی.
 
د هغه په وينا اسلامي امارت اوس هم تیار دی چې له ټولو هيوادونو، خصوصاً له اسلامي هيوادونو سره ښه او مثبت تعامل ولري.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي