سیمه ییزې سرچینې وايي، نیمروز ولایت کې د سختې یخنۍ له امله ۳۲ تنه معادینو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سرچینې په وینا دغه نشیان په تېرو دوه اونیو کې د سختې یخنۍ، باد او توفان له امله مړه شوي دي.
مړه شوي نشیان د ښاروالۍ له خوا ټول کړل شوي دي.
تر دې څو ورځې وړاندې هم نیمروز کې یوه ښځه او دوه ماشومان یخنۍ وژلي وو.
جمهورخبري آژانس