۱
د حقانیه مدرسې مشر:

طالبان له نړۍ سره د عصبانیت له امله ښځو ته د کار او زده کړو اجازه نه ورکوي

یکشنبه ۲ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۱
د پاکستان د مشهورې دیني مدرسې مشر او د طالبانو نېږدې کس مولانا حامد الحق حقاني په تازه څرګندونو کې ویلي، افغان طالبان له نړۍ سره د عصبانیت پربنسټ نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار اجازه نه ورکوي.
طالبان له نړۍ سره د عصبانیت له امله ښځو ته د کار او زده کړو اجازه نه ورکوي
د پاکستان د مشهورې دیني مدرسې مشر او د طالبانو نېږدې کس مولانا حامد الحق حقاني په تازه څرګندونو کې ویلي، افغان طالبان له نړۍ سره د عصبانیت پربنسټ نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار اجازه نه ورکوي.

حقاني له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، په دې ورستیو کې د سعودي عربستان علماوو له ده سره اړیکه نیولې وه او ترې غوښتي یې و، چې له افغان طالب چارواکو سره خبرې وکړي تر څو نجونو او ښځو ته د تعلیم او کار حق ورکړي.
 
دغه راز هغه زیاته کړې، چې د اسلامي همکاریو سازمان، د اسلامي فقې ټولنې، او ځینو افغان عالمانو او مفتیانو هم اړیکه ورسره نیولې تر څو طالبان دغه کار ته راضي کړي.

دی وايي، په وار وار یې دغه پیغام طالب چارواکو ته رسولی او هغوی ته یې ویلي، چې د نجونو تعلیم او کار له اسلام سره ټکر کې نه دی، خو طالبانو یې خبره نه ده منلې.

نوموړي زیاته کړې، طالبانو دغه کار د عصبانیت له امله کړی، ځکه نړۍ دغه ډله تر اوسه په رسمیت نه ده پېژندلې او همکاري ورسره نه کوي، نو ځکه یې د نجونو تعلیم او د ښځو کار بند کړی دی.
 
باید و ویل شي، د طالبانو اکثریت مشران او ټیټ پوړي مسوولین له همدې حقانیه مدرسې فارغ شوي او هغه مهال چې طالبانو بیا کابل ونیوه، د دغه مدرسې مشرانو یې پر واکمنېدو خوښي ښودلې وه.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي