د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مرستیال یو ځل بیا دافغانستان له طالبانو وغوښتل چې په موسسو کې ښځو ته د کار اجازه ورکړي ځکه ښځو او ماشومانو ته د مرستې رسولو لپاره د ښځینه کارمندانو شتون یوه اړتیا ده.
د طالبانو ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون مازدیګر په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګرېفېټس په مشرۍ پلاوي سره وکتل.
سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو یو شمېر مسوولینو هم په کې حضور درلود.
ګریفیټس په دې لیدنه کې وویل، افغانستان ته يې د سفر موخه په بشر دوستانه فعالیتونو باندې تمرکز دی چې په ښه توګه ادامه ومومي.
نوموړي زیاته کړې، چې له ۲۸ میلیون افغانانو سره د مرستې لپاره په ۲۰۲۳ میلادي کال کې یې ۴،۶ میلیارد ډالر غوښتي چې د نړۍ په کچه ددوی لوی فعالیت تشکیلوي.
له دې امله ښځو او ماشومانو ته د مرستې رسولو لپاره د ښځینه کارمندانو شتون یوه اړتیا ده.
د یادونې ده، چې د ملګرو ملتونو دغه پلاوی تر دې وړاندې له امیرخان متقي سره هم لیدلي او همدا غوښتنه یې ترې کړې، چې ښځو ته د کار اجازه ورکړي.
جمهورخبري آژانس