یوه خیریه بنسټ د نصرت په نوم کلېنیک په مرسته غزني ولایت کې د ۱۵۰ تنو د سترګو وړیا درملنه کړې ده.
د نصرت په نوم کلېنیک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی لومړی د دغه کسانو نوم لیکنه کړې وه او ورسته یې په وړیا توګه د هغوی د سترګو عملیات وکړل.
سرچینې زیاته کړې، تېره شپه یې د ۲۹ تنو عملیات تر سره کړي، چې بریالي و او د پاتې کسانو عملیات به راتلونکو ورځو کې په خپل وار سره تر سره کړي.
د نصرت کلېنیک ډاکتران وايي، د یادو کسانو د درملنې پروسه به په راتلونکو دوه اونیو کې بشپړه شي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې یوه بل شخصي روغتون کې هم د ۱۰۰ تنو د سترګو وړیا درملنه شوې وه.
جمهورخبري آژانس