په ملګرو ملتونو کې د امریکا ځانګړې استازولۍ، د یوه بل کال لپاره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د کار له تمدید ملاتړ څرګند کړی.
په دې سازمان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ پرون ناوخته یوه اعلامیه کې لیکلي، امریکا د اسټرالیا، اتریش، بلجیم، کاناډا، هالنډ، نیوزیلنډ او انګلستان په ګډون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د کار له تمدید ملاتړ کوي، څو دا اداره وکولی شي د افغانانو بشري او اساسي اړتیاوو پوره کولو کې مرستې ته دوام ورکړي.
دې ادارې په خپله اعلامیه کې د طالبانو له خوا د افغان نجونو او ښځو په زدهکړو، کار او نورو ټولنیزو برخو کې لګول شوي محدودیتونه هم غندلي او له طالبانو یې غوښتي چې دا ډول تبعیضي او ضد تولیدي تګلارې چې د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو مخه نیسي، بېرته واخلي.
په ملګرو ملتونو کې امریکا د ځانګړې استازولۍ اعلامیه کې زیاته شوې، د طالبانو پرېکړو لا د مخه په سوړ ژمي او دې سخت اقتصادي حالت کې د مهمو مرستو د رسولو مخه نیولې ده.
جمهورخبري آژانس