ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي ټیمونه نن شپه په خپلو کې درېیمه شل اووره لوبه وکړي.
دغه لوبه د کابل پر وخت دشپې اته نیمې بجې د شارجه د کرکټ میدان کې پیلېږي. افغانستان له پاکستان څخه د درېیو شل اوریزو لوبو تاریخي لوبلړۍ په پرونۍ بریا سره ګټلې ده.
پاکستان په دویمه لوبه کې تېره شپه د ۱۳۱ منډو هدف ټاکلی و، چې افغان لوبډلې دغه هدف د لوبې په وروستي اور کې د ۳ وېکټو په سوځېدو پوره کړ.
دا لومړی ځل دی، چې دواړه هېوادونه په خپلو کې د شلو اوورونو نړیوالې لوبې کوي. افغانستان په لومړۍ لوبه کې هم پاکستان ته په ۶ وېکټو ماتې ورکړې وه.
جمهورخبري آژانس