۰

ایران د هلمند د حق ابې په اړه طالبانو ته ضرب الاجل ټاکلی دی

شنبی ۳۰ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۹
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي د هلمند د حق ابې په اړه د طالبانو حکومت ته ضرب الاجل ټاکلی دی.
ایران د هلمند د حق ابې په اړه طالبانو ته ضرب الاجل ټاکلی دی
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي د هلمند د حق ابې په اړه د طالبانو حکومت ته ضرب الاجل ټاکلی دی.
 
قمي په تازه څرګندونو کې ویلي، که معلومه شي، چې د کجکي په بند کې اوبه شته او طالبان د ایران حق ابه نه ورکوي، نو خبره خلاصه ده او طالبان باید د خپل کار ځواب و وايي.
 
نوموړي د کوت څنډنې په شکل ویلي طالب چارواکي په دې پوهېږي، چې که غواړي افغانستان کې یو باثباته حکومت وي، نو باید له خپلو کاونډیانو سره کارنده چلند ولري.
 
قمي دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له دې وړاندې د ایران ولسمشر رییسي، د بهرنیو چارو وزارت او د استازو جرګې ځینو غړو هم د هلمند د حق ابې په اړه طالبانو ته خبرداری او ګوت څنډنه کړې ده.
 
د ایران ولسمشر په دې وروستیو کې ویلي، چې دوی د افغانستان اوسنیو واکمنانو ته وايي، چې د هلمند د حق آبې برخه کې زموږ خبرې عادي وانخلي.
 
طالبانو د ایران د ولسمشر او نورو چارواکو خبرو ته غبرګون کې وايي، دوی د هلمند حق ابې ته ژمن دي، خو دا چې اوبه نشته وچکالي ده ایران ته اوبه نه ورځي.
 
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبرداری ورکړي، چې د ایران چارواکي باید له پاروونکو څرګندونو ډډه وکړي، ځکه دا د یوه هېواد په ګټه هم نه ده بلکې اړیکې لا نورې ترینګلې کوي.
 
باید و ویل شي، چې ایران په تېرو ۴۰ کلونو کې د افغانستان د هلمند ملیاردونه مترمکعبه اوبه چې بیه یې ۱۰۰ میلیارد ډالرو ته رسېږي، په مفته کې تر لاسه کړې او اوس د دغه پیسو په ورکړې هم منکر دي.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي